د هېواد نظامي شهیدان او معلولین زموږ اتلان دي

content_admin
Mon, Jul 20 2020 1:55 PM
mmd

د هېواد نظامي شهیدان او معلولین زموږ اتلان دي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د هېواد د نظامي شهیدانو یو شمېر وارثینو او معلولینو سره وکتل. په دې ناسته کې د نظامي شهیدانو او معلولینو چارو د انسجام معینې صبري اندړ هم ګډون درلود.

د نظامي شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د خپلو حقوقو او دوی ته د حکومت د پاملرنې، امکاناتو او اسانتیاوو زیاتېدو اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه د وزارت مشرتابه سره شریک کړه.

ښاغلي آریوبي د نظامي سکتور شهیدان او معلولین د هېواد او ولس اتلان وګڼل وویل، چې قربانۍ به یې نه یوازې دا چې هیڅ کله هېرې نه شي بلکې تاریخ کې به په زرینو کرښو ثبت او راتلونکو نسلونو ته به د وطن ساتنې او دفاع بېلګه وګرځي. ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې جمهور رییس هم دې قشر ته ځانګړې پاملرنه لري او دوی ته د ښې رسېدنې په موخه یې د نظامي چارو د انسجام معاونیت رامنځته او صبري اندړ یې معینه وټاکله. آریوبي ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزو ته رسیدګي یې لومړیتوب دی او په دې برخه کې به له هیڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS