د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د پیغمبر اعظم د توانبخشۍ مرکز څخه لیدنه وکړه
د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمجید اخوند، شیخ عبدالحکیم د یاد وزارت معین او د بېلابېلو برخو رییسان د پیغمبر اعظم د توانبخشۍ مرکز له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
د پیغمبر اعظم د توانبخشۍ مرکز کې ذهني، رواني، اورتوپېدي، فیوزوټراپي او د سترګو څانګې فعاله دي.
ملا عبدالمجید اخوند د بېلابېلو څانګو د ډاکټرانو ستونزې او وړاندېزونه واورېدل او د یاد روغتون د پاتې څانګو د فعالولو ډاډ ورکړ.