مرکزي ریاستونه

نیک محمد “نیکمل"

mmd

د نیک محمد نیکمل ژوند لیک:

 نیکمل چې بشپړ نوم یې نیک محمد نیکمل دی، د پکتیا ولایت آریوب  ځاځیو ولسوالۍ، په یوه دینداره او روښان فکره کورنۍ د ښاغلي ډاکټر شیرمحمد ځاځي کور کې د ۱۳۶۰ ل – ل کال د سلواغې میاشتې په ۱۳ مه نیټه سترګې پرانیستې.

لومړنۍ زده کړې یې د کابل ښار په توتیا ښوونځي او ثانوي زده کړې یې د هجرت پرمهال د خیبرپښتونخوا کرمې ایجنسۍ صدې بازار غرغښت عالي لیسې کې سر ته رسولي دي.

 ښاغلی نیکمل، چې لوړو زده کړو سره یې بې کچې مینه درلوده؛ د لوړو زده کړو په برخه کې یې په ‍۱۳۸۵ ل - ل کال د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي څخه د لیسانس سند تر لاسه کړ.

له فراغت وروسته نوموړي د پرکتیک دوره د افغانستان د پانګې اچونې ملاتړ اداره ( آیسا) کې ترسره کړه.

 ورپسې یې د مالیې وزارت ګمرکاتو لوی ریاست په چوکاټ کې د اسیکوډا (ASYCUDA) ملي پروژې ولایتي مسوول په حیث دنده پیل کړه چې په ولایتي دنده کې د غوره وړتیا ښودلو او مثبتو لاسته راوړنو له امله د مرکزي دفتر په غوښتنه د اسیکوډا ملي ټیم غړی شو.

د کار په (۱۲)  کلنه موده کې یې لاندې دندې ترسره کړې دي:

•              د اسیکوډا ملي پروژې ولایتي مسؤل

•              د اسیکوډا د تخنیکي او ګمرکي چارو مدیر

•              د اسیکوډا ملي پروژې د پراخیتا لوی مدیر

•              د اسیکوډا د ګمرکي چارو مسلکي متخصص

•              د اسیکوډا د ګمرکي چارو مشاور

همدارنګه ورپسې د افغانستان د ملي وحدت حکومت د رامنځته کیدو څخه وروسته یې لاندې دندې ترسره کړي دي:

•              د ا.ا.ج د چارو ادارې د ولایتي چارو او سیمه اییزو ارګانونو ریاست د محلي شوراګانو د انسجام کارپوه او د ولایتي شوراګانو د انسجام آمریت سرپرست

•              د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اداري چارو او بشري سرچینو ارشد سلاکار

او اوس مهال د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د بشري سرچینو رئیس په توګه دنده ترسره کوي

د دولتي دندو ترڅنګ نیکمل په مدني او ټولنیزو چارو کې فعاله ونډه لري، چې کره بېلګه یې د ځاځیو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنې په چوکاټ کې مدني فعالیتونه دي او نوموړی د همدې ټولنې د اوومې دورې رییس هم پاتې شویدی او له دې سره سره د لویې پکتیا د ځوانانو ټولنو ګډې جرګګۍ غړی او د موسسینو له جملې څخه دی.

دده په قول چې د شاعرۍ دعوی نکوي خو یو نیم شعر لیکلی شي  او پښتو او دري ژبو په برخه کې لیکوال هم دی، چې بېلا بېلو فرهنګي غونډو او مجلسونو کې فعاله ونډه اخلي.

 


 

عبدالغیاث شرف  " عبدالرحیم‌زی"   

 mmd

عبدالغیاث شرف  " عبدالرحیم‌زی"   په کال ۱۳۳۸ کې د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالي کې په یوه دینداره اومتدینه کورنۍ کې زیږدلی              

ښاغلي عبدالرحیمزی لومړنۍ زدکړي د سرخکانو په منځنې ښوونځي کې پیل کړي او په کال ۱۳۵۵ کې د قرغیو عالی لیسې څخه په لوړه درجه  فارغ شو.

نوموړي په ۱۳۵۸ کې د حربی پوهنتون څخه فارغ شو او د همدغې کال د میزان میاشتي په ۲۱مه نیټه یې په نظامې دندې پیل وکړ.

ښاغلې عبدالرحیمزی  د وخت د صدراعظم  په حکم د نظامي برخې څخه  ملکي ته تبدیل او د مخابرا تو په وزارت  کې یې دعمومي مدیر په حیث دنده پیل کړه چې د څو کلونو په  موده  کې  د اداري او بیا د پلان رئیس په حیث په دنده وګمارل شو.

په کال ۱۳۸۴ کې نوموړې د مخابراتو وزارت څخه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته تبدیل شو او دې وزرات کې يې د حقونو دخوندیتوب د رئیس په توګه دنده پیل کړه.

ښاغلی عبدالرحیمزی په کال ۱۳۹۰ کې د آزادی سیالۍ له لارې  د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت په وزارت کې د شهیدانو کورنیو د رئیس په حیث په دنده وګمارل شو چې په همدغه بخش کې خپلې دندې ته ادامه ورکوي.

ښاغلی عبدالغیاث شرف " عبدالرحیمزی"  د شهیدانو د کورنیو د حقوقو په برخه کې ډیر زیار ګالي او په ډیر ویاړ دغه دنده پرمخ وړي .

 


            حاجي وحید الله" صافی"  

mmd

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د معلولینو چارو رییس ښاغلي وحیدالله ساپي لنډ ژوند لیک

حاجي وحید الله صافی د الحاج خیرګل زوی په ۱۳۶۶ ل کال د لغمان ولایت مرکز، مهترلام بابا ښار کې زېږېدلی دی.

ښاغلی ساپی په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې په کابل کې د استاد عبدالحق بیتاب عالي لیسې څخه فارغ او په  ۲۰۱۳ز کې یې د لېسانس سند د مریم پوهنتون له  اقتصاد پوهنځي څخه په لوړه درجه ترلاسه کړ.

ښاغلی ساپی اوسمهال دنیا پوهنتون کې د ماسټرۍ په زده کړو بوخت دی او ډېر ژر به دا علمي سند هم ترلاسه کړي.

ښاغلي ساپي د لوړو زده کړو تر څنګ لنډ مهالې تعلیمي دورې هم سرته رسولي، چې د کمپيوټر پروګرامونو او انګلسي ژبې زده کړو سربېره د مالیې وزارت د تدارکاتو او لوجستیک برخې په لنډمهالو روزنیزو ورکشاپونو کې هم ګډون کړی دی.

ښاغلی ساپی په ملي او نړیوالو موسسو کې د مهمو څانګو د مسؤل او په ۱۳۹۷ ل کال کې د یوه کال لپاره د مشرانو جرګې د افتخاري سلاکار په توګه دنده  ترسره کړې ده.

ښاغلي ساپي د هېواد د یوه علمي کادر او مخکښ ځوان په توګه بېلابېلو دولتي او غیر دولتي بنسټونو سره په مختلفو بستونو کار کړی او د خپلو ښو کړنو او فعالیتونو له کبله د کورنیو او نړیوالو ادارو له لوري په ستاینلیکونو او نورو معنوي ډالیو ستایل شوی دی. 

ښاغلي ساپي د خپل مسلک "اقتصاد" تر څنګ رسنیو سره هم مینه پاللې او مختلفو رسنیو سره همکار پاتې شوی دی. د هیواد په سیاسي، اقتصادي، ژورنالستیک او فرهنګي ډګر کې یې د یو بااحساسه او وطن میین ځوان په ټوګه د هیواد د آبادۍ، پرمختګ، پراختیا او ملي یوالي د ټینګښت لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي.

ښاغلي ساپي د یوه متعهد انسان په څېر په مختلفو برخو کې د هېواد ځوانانو وړتیا لوړولو په موخه روزنیز کورکشاپونه جوړ کړي او په دې برخه کې د نورو فعالیتونو په تکل کې دی.

ښاغلي ساپي له نورو سره د خپلو علمي او تخنیکي تجربو د شریکولو او د هغوی تجربو څخه د ګټنې په موخه ګډون کړی دی.

ساپی په څلورو ژبو پښتو، دري، انګلیسي او اردو  پوهیږي او دا وړتیا لري، چې مهم او کلیدي بستونه په هدفمنده توګه مدیریت کړي. هېواد او هېوادوالو ته خدمت یې لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې خپل تعهد او ژمنتیا په ثبوت رسولې.

نوموړی له اقتصادي برخې سره، سره په اسلامياتو  کې هم پراخه مطالعه لري. یو شعوري، مدبر ځوان مدیر دی او په ۱۸ کلنۍ کې یې  د ټولنیزو مسایلو په اړه مقالې هم لیکلي دي.

پورته یادې چارې به ډېرو ته اسانه او یا هم عادي ښکاره شي، خو د داسې یو چا لپاره، چې د بدن د یوه مهم غړي "پښې" پرته یې ترسره کړي اسانه کار نه دی. ساپي ماشوم و، چې خپله یوه پښه یې له لاسه ورکړه او معلول شو.

ساپی د اقتصادي مسایلو تر څنګ د لیکوالۍ ښه هنر لري او پر ټولنیزو موضوعاتو لیکل شوې مقالې یې په انلاین او چاپي رسنیو کې خپرې شوې دي. 

 ښاغلي ساپي د ملي او نړیوالو نهادونو له لوري په لاندې ورکشاپونو کې برخه اخیستې ده.

(1)          (LMS)Learning Management System 

(2)          (CMMS) Computerized Management Maintenance System

(3)          (AEL) Administration English Language

ښاغلی ساپي په مختلفو تعلیمي بنسټونو کې د ښوونکي په توګه هم خدمت کړی دی. 

ښاغلی ساپی د جلالتماب جمهور رییس په ځانګړي حکم د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د معلولینو چارو رییس په توګه وټاکل شو او اوس مهال د هېواد معلولیت لرونکو وګړو ته په خدمت بوخت دی.

تر,دې مخکې آمر د لوژستیک په صفت د کلیو پراختیا او بیا رغونی وزارت کې دنده ترسره کړئ
چې په مجمعي توګه 11 کالنه کاري تجربه لري.

 

 


 

سیدعالم "هاشمی"

mmd

د سیدعالم هاشمی ژوند لیک:

سید عالم هاشمی د سید قاسم زوی په ۱۳۴۵ هـ ش کال د پنچشیر ولایت د حصه اول ولسوالۍ کې زیږدلي دي.

ښاعلی هاشمی په ۱۳۷۹ هـ ش کال د کابل پوهتنون د ژورنالیزم پوهنځي نه په بریالی توګه فارع شويدي

چې د ماسټری لپاره د دعوت پوهتنون ته لاړو او په کال ۱۳۹۴ کې له نومړي پوهنتون نه په نړیوالو اړیکو کې سند ترلاسه کړ.

ښاعلی هاشمی له ډیرو ادارو سره دنده ترسره کړیده چې دلته یې په لنډ دول یادونه کوو.

لومړنۍ دنده یې په کال ۱۳۷۱ هـ ش  د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د فرهنګ مجلي آمر په صفت.

دوهمه دنده یې په کال ۱۳۸۱ هـ ش په متحده عربی امارت کې د افغانستان په سفارت کې د دوهم سکرتر په صفت.

او وروستیو کې په ۱۳۹۱هـ ش کال د ازادي سیالۍ له لاري د ټولنیزو خدمتونو د رئیس په توګه د شهیدانو معلولینو په چارو کې د دولت وزارت کې  دنده ترسره کوي.