په هلمند ولایت کې پر پنځه سوه (۵۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي وویشل شول
د هلمند ولایت د مرکز په شمول د ناوې، مارجې، نادعلي، باباجي، ګرشک او نهرسراج ولسوالېو کې د یوې خیریه مؤسسې له لوري او د دې ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په همغږۍ پر پنځه سوه (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وريجې، بوره، نخود، لوبیا او غوړي شامل وو، وویشل شول.
د مرستو د ویش پر مهال د هلمند ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست مسؤلينو د خیریه بنسټ له مرستو څخه مننه وکړه چې تل یې د بې سرپرسته یتیمانو، کونډو او معلولینو لاسنیوی کړی دی.