د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر د SOU خیریه بنسټ له مشر سره وکتل.
د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمجید اخوند د چین هېواد د SOU خیریه بنسټ مشر ژینګ ګانګ (Zheng Gang) سره وکتل.
غونډې په پیل کې ملا عبدالمجید اخوند د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د د معلولینو او شهیدانو د ورثې په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ښاغلي ګانګ له یاد وزارت څخه وغوښتل چې د معلولینو او یتیمانو لیست دې له موږ سره خپور شي چې تر څو په اسانۍ سره وکولای شو د اړوندو خلکو سره مرسته وکړ او همدارنګه د دایمی مرستو د دوام لپاره یې هم ډاډ ورکړ.
ښاغلي ملا عبدالمجید اخوند له ژینګ ګانګ څخه هیله وکړه چې د معلولینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې دې هر اړخیزې مرستې وکړي.
ښاغلي ژینګ ګانګ یادې غوښتنې به په ورین تندی ومنلې او د نغدي مرستو او د تداوي په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.