د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۲۴۸) مستحقو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل شول

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۴۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست، د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د ښې رسیدنې په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۴۸) تنو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل، سربېره پر دې هر معلول سره د لارې کرایې په موخه یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

د ویلچرونو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئيس محترم مولوي علاؤالدین سعد، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید، د وزارت د پروژو څخه د څارنې او ارزونې عمومي مدیر محترم حکمت الله بدري او د خیریه مؤسسې استازو هم حضور درلود.

دغه راز معلولیت لرونکو وګړو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له دې ارزښتناک اقدام څخه هرکلی او ستاینه وکړه او د ویلچرونو برابرول یې د ژوند د اسانتیا او د ورځنیو چارو د ترسره کولو لپاره مهم ګام وباله او زیاته یې کړه چې د دې ډول مرستو دوام کولی شي د معلولیت لرونکو وګړو په ورځني ژوند کې لازمې اسانتیاوې رامنځته، د هغوی ستونزې راکمې او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د هغوی د فعال ګډون زمینه لا زیاته برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو ته ساده او برېښنایي ویلچرونه وېشلي، څو د هغوی د تګ ‌راتګ او ورځني ژوند په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ښځو د ټولنیزو خدمتونو (DWSSO) مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۹) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ، د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا او د کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه، د ښځو د ټولنیزو خدمتونو (DWSSO) مؤسسې سره د (۹) می. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس ټولنیزې مؤسسې سره په همغږۍ د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د یاد ولایت پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۱۷
Background image

په کابل ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د احساس مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله سیمه کې پر (۵۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې په دې. . .

BACK TO NEWS