د ګران هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځنې په موخه د چمتووالي غونډه ترسره شوه

mmd_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۹ - ۱۷:۵۴
Meeting

د ګران هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځنې په موخه د چمتووالي غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر جلالتماب لعل الدین اریوبي په لارښوونه د پلان او پالیسۍ رییس ښاغلي ذبیح الله اسحاقزي په مشرۍ د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کلیزې په شاندارو مراسمو د نمانځنې د چمتووالي غونډه ترسره شوه.

په دې ناسته کې د غونډې پر ښه ترسراوي د تاکید تر څنګ د کارونو د ترتیب او تنظیم لپاره مختلفې کمېټې جوړې او د وزارت رهبري او نور مسولین یې د غړو په توګه وټاکل شوه.

ټولو کمېټو ته د دوی اړوند کارونه وسپارل شوه او خپل راپور به وخت په وخت د کمېټو له رییس سره شریکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د څه باندې یو میلیون او (۳۴۵) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ. . .

BACK TO NEWS