په ننګرهار ولایت کې په درې سوه 300 بېوزله کورنېو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

farahmand_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۴ - ۹:۴۱
mmd

درې سوه بیوزلې کورنې په ننګرهار ولایت کې د افغانستان نصیر مرستندویه بنسټ له خوراکي مرستو څخه برخمنې شوې. دغه مرستې د یاد خیریه بنسټ له لورې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ په درې سوه بیوزلو کورنیو باندې د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په انګړ کې وویشل شوې.

 

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي مولوي لعل باز اسدالله پر اړمنو کورنیو د مرستو د ویش له امله مننه کړه او د مرستو د ویش په بهیر کې یې د رونټیا د شتون ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چی دغه مرستې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس او د افغانستان نصیر خیریه بنسټ مسوولینو په شتون کې په شفاف ډول وویشل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت (۱۳۰) تنو کارکوونکو لپاره د محاسبې او تأدیاتو برخو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست له لوري د (۱۳۰) تنو مرکزي او ولایتي کارکوونکو لپاره د نوي برېښنایي سیسټم اړوند د محاسبې او تأدیاتو برخو کې لس ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴۳
Background image

شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۳۷) تنو مستحقو کسانو باندې د زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو او یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ، (۳۷) تنو یتیمانو او معلولینو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل، دا وسایط. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۷۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او عامو اړمنو هېوادوالو باندې. . .

BACK TO NEWS