د شهیدانو ورثی او معلولینو د اسنادو بیاکتنې بهير به ژر بشپړ شي

sadiq_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۴:۲۷
rr

د شهیدانو ورثی او معلولینو د اسنادو بیاکتنې بهير به ژر بشپړ شي

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير ښاغلي حمیدالله فاروقي د اسنادو او وثيقو د سمونې او ارزونې کمیټې غړو سره کاري ناسته وکړه.

ښاغلي فاروقي د سترې محکمې، لویې څارنوالۍ، احصایې او معلوماتو او ملي امنیت ادارو له همکاریو ستاینه او مننه وکړه او د اسنادو په رڼه توګه ارزونه، بیاکتنه او د فساد پر مخنیوي یې ټینګار وکړ.

نوموړي، د اسنادو سمونې او بیاکتنې کمیټې له غړو سره د جمهور رئيس لارښوونې شریکې کړې او د اسنادو ارزونه او د جعلي اسنادو مخنيوی يې ددې وزارت اصلي برنامې او لومړيتوبونه وګڼل.

د سترې محکمې او لويې څارنولۍ استازو هم د شهیدانو ورثې او معلولینو اسنادو د چمتو کولو پر څرنګوالي، د اسنادو د تشخيص او د تجهیزاتو او امکاناتو د کمښت په هکله خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې د اسنادو سمونې او بياکتنې کميټې، ډیرۍ اسناد ارزولي او پاتې نور اسناد به د ۱۴۰۰ ھ ل، کال په لومړيو کې وارزول شي.

د ناستې په پای کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت همکارانو ته لارښوونه وشوه چې له اړونده ادارو سره د غوره همغږۍ رامنځته کولو لپاره کاري ناستې زياتې کړي، ترڅو ياد بهير ژر تر ژره بشپړ شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت (۱۳۰) تنو کارکوونکو لپاره د محاسبې او تأدیاتو برخو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست له لوري د (۱۳۰) تنو مرکزي او ولایتي کارکوونکو لپاره د نوي برېښنایي سیسټم اړوند د محاسبې او تأدیاتو برخو کې لس ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴۳
Background image

شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۳۷) تنو مستحقو کسانو باندې د زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو او یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ، (۳۷) تنو یتیمانو او معلولینو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل، دا وسایط. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۷۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او عامو اړمنو هېوادوالو باندې. . .

BACK TO NEWS