په زابل ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۴

د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د ملاتړ په موخه، د نداء الخیر مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق څه باندې (۴) زره افغانۍ ترلاسه کړې.

د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي سید فضل الدین آغا حامد له مرسته کوونکې مؤسسې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې یاد ریاست د هر هغه خیریه بنسټ او مرستندویه مؤسسې هرکلی کوي چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره مرستې برابروي او د هغوی لاسنیوی کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ښځو د ټولنیزو خدمتونو (DWSSO) مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۹) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ، د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا او د کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه، د ښځو د ټولنیزو خدمتونو (DWSSO) مؤسسې سره د (۹) می. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس ټولنیزې مؤسسې سره په همغږۍ د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د یاد ولایت پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۱۷
Background image

په کابل ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د احساس مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله سیمه کې پر (۵۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې په دې. . .

BACK TO NEWS