د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست او د لقمان حکیم د ډاکټرانو مجتمع ترمنځ هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۸:۵۱

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د روغتیایي خدمتونو د برابرولو په موخه د لقمان حکیم د ډاکټرانو مجتمع سره هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ.

د یاد هوکړه ‌لیک له مخې (۳۰۰۰) تنو معلولینو او یتیمانو ته بېلابېل روغتیایي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې کېږي او د درملو په برخه کې به (۱۰) سلنه او د لابراتواري خدمتونو په برخه کې به (۳۰) سلنه تخفیف په پام کې نیول کېږي.

سربېره پر دې، هره میاشت به د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري پنځه تنه معرفي شوي مستحق کسان د درملو د اخیستلو په برخه کې له (۱۵) سلنه ځانګړي تخفیف څخه برخمن کېږي.

د هوکړه ‌لیک د لاسلیک پر مهال د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي میر احمد منیر د یتیمانو او معلولینو لپاره د خدمتونو وړاندې کول یې د یاد ریاست له مهمو مسؤلیتونو څخه وبلل او د یادو قشرونو د ستونزو د حل او روغتیایي خدمتونو ته د اسانه لاسرسي په برخه کې د لا ډېرو هڅو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو په چارو کې د شفافیت د معلومولو، د اداري کارونو د کیفیت د لوړولو، د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د لا ښې پېژندنې او د اغېزمن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۰
Background image

په بغلان ولایت کې (۲۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د التراحم خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰) تنو یتیمانو نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي محترم قاري ګل حیدر شفق سره وکتل.

په دې لیدنه کې معلولینو ته د میاشتنیو نغدي. . .

BACK TO NEWS