د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۹

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس‌الامین زهیر په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، چې د ریاست اړوند کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم قاري شمس‌الامین زهیر د ریاست د کارکوونکو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ، له مراجعینو سره پر ښه او مناسب چلند، د سپارل شویو مسؤلیتونو پر منظم او پر وخت ترسره کولو او د چارو د لا ښه والي په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

په پای کې کارکوونکو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل  او د مراجعینو د ستونزو د حل، غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د چارو د لا ښه تنظیم په موخه پر ګډې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو په چارو کې د شفافیت د معلومولو، د اداري کارونو د کیفیت د لوړولو، د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د لا ښې پېژندنې او د اغېزمن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۰
Background image

په بغلان ولایت کې (۲۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د التراحم خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰) تنو یتیمانو نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي محترم قاري ګل حیدر شفق سره وکتل.

په دې لیدنه کې معلولینو ته د میاشتنیو نغدي. . .

BACK TO NEWS