د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۵
mmd

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري شمس الامین زهیر د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه کارکوونکو ته معرفي او رسماً یې خپلې دنده پیل کړه.

د معرفي په دې غونډه کې د غزني ولایت د والي مرستیال محترم مولوي سردار محمد مدني، د وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود حضور درلود.

محترم مولوي سردار محمد مدني په دې معرفي غونډه کې وویل چې د تېر شل کلن جهاد پر مهال د غزني ولایت خلکو ډېرې قربانۍ ورکړې دي؛ نو اوس اړینه ده چې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خدمت او هر اړخیزه مرسته ترسره او د هغوی لاسنیوی او ملاتړ وشي.

نوموړي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د پخواني رئیس کړنې او فعالیتونه وستایل او نوي رئیس ته یې د دندې د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د مشرانو د اطاعت په اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په نظام کې تغییر او تبدیل د مشرانو د لزوم‌ دید له مخې ترسره کېږي او د مشرانو پرېکړو ته باید بشپړ درناوی ولرو ځکه چې د مشرانو په پرېکړو کې خیر او حکمت نغښتی وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو په چارو کې د شفافیت د معلومولو، د اداري کارونو د کیفیت د لوړولو، د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د لا ښې پېژندنې او د اغېزمن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۰
Background image

په بغلان ولایت کې (۲۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د التراحم خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰) تنو یتیمانو نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي محترم قاري ګل حیدر شفق سره وکتل.

په دې لیدنه کې معلولینو ته د میاشتنیو نغدي. . .

BACK TO NEWS