د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید پر اساس محترم ملا عبدالحکیم دانش په دې وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان له لوري معرفي او خپل دنده يې رسماً پیل کړه.

د معرفي په دې غونډه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان، د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش حضور درلود.

محترم مولوي کلیم ‌الله افغان د مسؤلیتونو د ښه ترسره کولو او د مشرانو د اوامرو د اطاعت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې زموږ اساسي دنده د ګران هېواد د یتیمانو، کونډو او معلولینو خدمت او د هغوی لاسنیوی دی. باید په سپارل شویو چارو کې د مشرانو د اوامرو درناوی او اطاعت وکړو او هره دنده چې راته سپارل کېږي، په کمه سترګه ورته ونه ګورو؛ بلکې په اخلاص او بشپړې ژمنتیا سره یې ترسره کړو.

نوموړي د پخواني آمر هڅې او فعالیتونه وستایل او نوي آمر ته یې د چارو په ترسره کولو کې د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.

همداراز محترم مفتي عبدالاحد مسعود د یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مسؤلانه او صادقانه خدمتونو د وړاندې کولو پر اهمیت خبرې وکړې او نوي آمر ته یې د چارو د لا ښه ترسره کولو په برخه کې د لا زیاتو بریاوو دعا وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو په چارو کې د شفافیت د معلومولو، د اداري کارونو د کیفیت د لوړولو، د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د لا ښې پېژندنې او د اغېزمن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۰
Background image

په بغلان ولایت کې (۲۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د التراحم خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰) تنو یتیمانو نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي محترم قاري ګل حیدر شفق سره وکتل.

په دې لیدنه کې معلولینو ته د میاشتنیو نغدي. . .

BACK TO NEWS