د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (۱۳۰) تنو کارکوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پيل شو

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۹:۱۴
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست په نوي برېښنایي سیسټم کې د محاسبې او تادیاتو په برخو کې د (۱۳۰) ولایتي او مرکزي ریاستونو کارکوونکو لپاره لس (۱۰) ورځینی روزنیز ورکشاپ پيل کړ.

د دې ورکشاپ د پرانیستې په پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، یو شمېر نورو محترمو رئیسانو، آمرینو او اړوندو کارکوونکو حضور درلود.

محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د نبي کریم صلی‌الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو په رڼا کې د مسئولیت، امانتدارۍ او خلکو ته د خدمت په اړه مفصلې خبرې وکړې او وې ویل چې د زرګونو مستحقو کسانو د خدمت مسئولیت زموږ پر غاړه ایښودل شوی او دا د الله تعالی جل جلاله یو لوی امانت دی.

هغه زیاته کړه چې خلکو ته خدمت کول، په ځانګړې توګه د یتیمانو او معلولینو ملاتړ او د هغوی پالنه، یوازې یوه اداري دنده نه ده؛ بلکې عبادت او د الله تعالی د رضا او د آخرت د نېکمرغۍ وسیله ده. که یو څوک سپارل شوی مسئولیت په سمه او صادقانه توګه ترسره نه کړي، په دنیا او آخرت کې به له ناوړه پایلو سره مخ شي.

محترم شیخ صاحب وویل چې دغه قشر پر مسئولینو او کارکوونکو باور لري او باید د سهل‌انګارۍ او بې‌پامۍ له امله د هېڅ وګړي حق ضایع نه شي. هغه له کارکوونکو وغوښتل چې خپل کاري وخت په سمه توګه وکاروي، سپارل شوې چارې په دقت او جدیت ترسره کړي او خپلې مسلکي او اداري وړتیاوې پیاوړې کړي، څو په اړوندو ولایتونو کې یتیمانو او معلولینو ته د صادقانه او اغېزمن خدمت مصدر وګرځي.

محترم مولوي کلیم‌الله افغان په دې پروګرام کې وویل چې هر کال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته میلیاردونه افغانۍ بودجه ځانګړې کېږي، څو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو کسانو ته ورکړل شي. هغه زیاته کړه چې دغه وزارت، له نېکه مرغه، مرستې او مساعدتونه مستحقو کسانو ته په شفافه توګه او د خپل کاري طرزالعمل مطابق ورکوي.

د مالي او اداري چارو محترم عمومي رئیس وویل چې موږ د هرې افغانۍ په برابر مسئول یو. د تأدیاتو او محاسبې څانګې او نوي برېښنایي سیستم له لارې اوس په ۱۳ ولایتونو کې یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته نغدي مرستې ورکول کېږي او په دې سیستم کې د اختلاس او جعل هېڅ امکان نشته.

همداراز محترم مولوي کلیم‌الله افغان له کارکوونکو وغوښتل چې خپل ویده استعدادونه راویښ کړي او د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره ترې ګټه واخلي. هغه ټینګار وکړ چې د ملي بودجې په مصرف کې باید سپما وشي او کارکوونکي دې په بشپړه امانتدارۍ، هوډ او ژمنتیا سره خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او خپلې زده‌کړې په اړوندو ولایتونو کې په عملي توګه پلي کړي.

د ډیټابیس او معلوماتو د سیستم رئیس محترم الحاج ملا رحمت‌الله خالد  د محاسبې او تأدیاتو څانګه یوه له مهمو او اساسي څانګو څخه وبلله او د محاسبې او تأدیاتو د پروسې د اهمیت او څرنګوالي په اړه یې خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو کسانو ته میاشتني نغدي مساعدتونو د محاسبې او تأدیاتو برخې د نوي برېښنایي سیستم په کارولو سره ورکول کېږي. د دې سیستم په پلي کېدو سره د مرستو د ورکړې په بهیر کې لا ډېره روڼتیا او دقت رامنځته شوی دی.

همداراز د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود د دې ورکشاپ په دوام کې قرآن کریم د مبارکو آیتونو او نبوي صلی ‌الله‌ علیه‌وسلم د احادیثو په رڼا کې د یتیمانو د حقوقو په اړه وینا وکړه او وې ویل چې د یتیمانو حقوق باید په بشپړه او سمه توګه هغوی ته ورسېږي او په دې برخه کې هېڅ ډول سهل انګارۍ ونه شي.

هغه له کارکوونکو وغوښتل چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې نوښت وښيي او په امانت کې له هر ډول ‌خیانت څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو په چارو کې د شفافیت د معلومولو، د اداري کارونو د کیفیت د لوړولو، د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د لا ښې پېژندنې او د اغېزمن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۰
Background image

په بغلان ولایت کې (۲۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د التراحم خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰) تنو یتیمانو نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي محترم قاري ګل حیدر شفق سره وکتل.

په دې لیدنه کې معلولینو ته د میاشتنیو نغدي. . .

BACK TO NEWS