د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱۰

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو په چارو کې د شفافیت د معلومولو، د اداري کارونو د کیفیت د لوړولو، د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د لا ښې پېژندنې او د اغېزمن مدیریت لپاره د اړینو سپارښتنو وړاندې کولو د څرنګوالي په موخه، د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه چې د دې ریاست د رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د اړوندو برخو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي محمد انور برادر د مرکزي او ولایتي واحدونو د تفتیش د څرنګوالي په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې، کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه چې د تفتیش او بررسۍ پر مهال له کارکوونکو سره نیک چلند وکړي، د دعوت او ارشاد ریاست په درسونو کې په وخت ګډون وکړي، له دې وروسته تر ډېره حده هڅه وکړي ترڅو د مرکز او ولایتي ریاستونو د تفتیش راپورونه په منظم ډول ترتیب کړي او د پلټنې په جریان کې د وزارت اصولو او د رهبري شورا پرېکړو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د اړوندو ریاستونو د چارو د ښه والي لپاره باید رغنده لارښوونې وړاندې شي او په ریاستونو کې د همغږۍ او همکارۍ فضا لا پیاوړې شي، څو د پلټنې چارې په منظم، شفاف او اغېزمن ډول پر مخ ولاړې شي.

د غونډې ګډونوالو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، له هر اړخیز بحث وروسته، د کورنۍ پلټنې ریاست د محترم رئیس له لوري لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه انسجام او د همغږۍ د پياوړتیا په موخه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې پکې د اړوندو برخو آمرینو او کارکوونکو ګډون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۰:۴۹
Background image

په ارزګان ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د ارزګان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د‌ نداء الخير مرستندويه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې او هر مستحق ته (۲۶۲۰) افغانۍ ورکړل شوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۰:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (IHH) مرستندویه مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو او معلولینو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه د (IHH) مرستندویه مؤسسې سره د (۵۱) زره او (۷۲۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. . .

BACK TO NEWS