د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس په مشرۍ يو پلاوي د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د شهیدانو له کورنیو سره لیدنه وکړه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۱۹

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي چې د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر او د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس‌الامین زهیر یې ملتیا کوله، د ياد ولایت د مقر ولسوالۍ په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې د شهیدانو د یاد او درناوي په موخه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د شهیدانو د سپېڅلو قربانیو او د هغوی د کورنیو د درناوي په اړه خبرې وشوې او د شهیدانو مقام او د هغوی د کورنیو د قربانیو ارزښت بیان شو.

همداراز یاد پلاوي د شهیدانو پاکو ارواحو ته  د مغفرت او جنت الفردوس دعا وکړه او له هغوی سره یې یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو په چارو کې د شفافیت د معلومولو، د اداري کارونو د کیفیت د لوړولو، د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د لا ښې پېژندنې او د اغېزمن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۰
Background image

په بغلان ولایت کې (۲۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د التراحم خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰) تنو یتیمانو نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي محترم قاري ګل حیدر شفق سره وکتل.

په دې لیدنه کې معلولینو ته د میاشتنیو نغدي. . .

BACK TO NEWS