د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کابل ښار د درېیمې او څلورمې ناحیو اړوند (۸۰) تنو معلولیت لرونکو کسانو ته د موبایل ترمیم او خیاطۍ برخو کې د مسلکي او باتجربه استادانو له خوا زده کړې ورکړل شي، څو یاد کسان اړین مسلکي مهارتونه زده کړي او د کار او دوامداره عاید د ترلاسه کولو لپاره ورته زمینه برابره شي.

د دې هوکړه لیک پر اساس به د هر معلول لپاره د بیاځواکمنتیا وسایل او همداراز د زده کړو څخه د فراغت پر مهال به ورته د کار د پیل په موخه اړین وسایل او امکانات هم برابر شي.

دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د یادې مؤسسې د رئیس محترم محمد فهیم کریمي ترمنځ لاسلیک شو چې د (۱۱) میاشتو په موده کې به د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست سره په همغږۍ تطبیق شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۱۹
Background image

په ارزګان ولایت کې (۴۰۰) مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

دوشنبه د ۱۴۰۵ کال د تلې ۲۰ مه

د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۹
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت یوسف خیلو ولسوالۍ ته سفر وکړ

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج د یاد ریاست د یو شمېر مدیرانو په ملتیا، د دغه ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د مخور جهادي شخصیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۲۸
Background image

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د ولسوالیو مديرانو لپاره د نوي بريښنايي سيسټم له لارې د مياشتني نغدي مساعدتونو د ورکړې بهير، د هغوی د کاري وړتياوو د لوړولو او ځینو برخو. . .

BACK TO NEWS