د کابل ولایت پر (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Sun, Aug 30 2026 9:24 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د آلمان هيواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ څو میاشتې وړاندې د (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د خیاطۍ، فلزکاري، د موبایل ترمیم، سولر سیسټم د موټر ترمیم په برخو کې یو کلن پروګرام پیل کړی دی، یادو کسانو ته د مسلکي استادانو لخوا زده کړې ورکول کېږي، نن د یوه پروګرام په ترڅ کې هغوی ته د عامه پوهاوي ورکشاپ ترڅنګ، یو اندازه نغدي مرستې هم ووېشل شوې.

د دې پروګرام پر مهال محترم ملا مطیع الله ابوالمختار د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر او د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست استازي هم حضور درلود.

محترم ملا مطیع‌الله ابوالمختار د یتیمانو لپاره د فني او مسلکي زده‌کړو د زمینې د برابرولو په پار قدرداني څرګنده کړه او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې له برابرو شویو فرصتونو څخه په سمه او اغېزمنه توګه ګټه واخلي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS