د سولې په پروسه کې دې د جګړې قربانیانو شتون واضح او ښکاره شي

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۵ - ۸:۳۶
xc

د سولې په پروسه کې دې د جګړې قربانیانو شتون واضح او ښکاره شي

نن دوشنبه د وري په ۲۳مه په کابل کې، د سولې په پروسه کې د جنګ قربانيانو لپاره د عدالت غوښتنې ملي کمیټې خپل شتون اعلان کړ او په افغان حکومت یې غږ وکړ، چې د سولې په پروسه کې دې د جنګ قربانیانو نظرونه، غوښتنې او وړانديزونه په پام کې ونیسي.

د جګړې د قربانیانو د حقونو لپاره د عدالت غوښتنې ملي کمیټې غونډه د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير پوهنمل حمیدالله فاروقي او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو چارو مرستیالې ډاکټر عالمي په پرانیستونکې ویناوو سره پیل شوه.

د غونډې په پيل کې ښاغلي فاروقي په هیواد کې د سولې او ثبات ټینګښت د افغانانو لومړنۍ اړتیا او ارمان وباله او ټینګار یې وکړ، چې د سولې لپاره له رامنځته شوو فرصتونو څخه باید په سم او معقول ډول ګټه واخېستل شي.

هغه زیاته کړه، چې تلپاتې او ټولشموله سوله د ټولو افغانانو هیله ده او هر افغان باید په دې پروسه کې خپل مسووليت ادا کړي.

ښاغلي فاروقي د سولې په پروسه کې د جګړې د قربانیانو د استازو په نه شتون اندېښنه وښوده وويل: د شهیدانو وارثين او معلولیت لرونکي وګړي د جګړې اصلي قربانیان دي، ددې ویاړلي قشر غږ باید د سولې په پروسه کې په سمه توګه واوريدل شي.

نوموړي څرګنده کړه، چې ياد قشر د هېواد لپاره سرښندنې او قربانۍ ورکړې او اوس هم قربانيو ته چمتو دي؛ نو د سولې په بهير کې د دوی شتون او نقش باید روښانه او په پام کې ونیول شي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیالې, زهره مطهر احمدزۍ هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د کمیټې غړي کولی شي خپلې اندیښنې او غوښتنې د سولې چارو له ارګانونو سره شریکې کړي او د رسنیو له لارې خپل غږ پورته کړي.

ورپسې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو مرستیالې ډاکټر عالمه هم ګډونوالو ته د خپلې وينا په ترڅ کې وویل: تاسو په افغانستان کې د ديموکراسۍ او خپلواکۍ لپاره قرباني ورکړې او د سولې په پروسه کې هم باید ستاسو نظرونو، غوښتنو، اندېښنو او وړانديزونو ته درناوی وشي، کوم چې دا ستاسو مسلم حق دی.

حاجي احمدشاه عظيمي د جګړې قربانيانو د عدالت غوښتنې لپاره د ملي کميټې بيانيه ولوسته؛ د جګړې د قربانیانو غږ اوریدل، د سولې اړوند ارګانونو لخوا د کمیټې په رسميت پیژندل، د خبرو اترو له لارې د شخړو هوارول، د تاوتریخوالي پای او د اوربند اعلان، د اساسي قانون په رڼا کې د تاوتریخوالي عاملینو ته سزا ورکول او د جګړې د قربانیانو قربانيو ته درناوی کول د بيانيې مهم ټکي وو.

د غونډې په پای کې، د کمیټې د ۲۱ غړو له مينځه د ټاکنو پر بنسټ؛ رییس، دوه مرستیالان ، منشي او د کمیټې ویاند وټاکل شول.

ټاکل شوې چې دا غړي به د جګړې د قربانيانو لپاره د ملي کميټې په اډانه کې د داخلي او نړيوالو تګلارو سره سم به د ياد قشر د حقونو او عدالت غوښتنې په برخه کې د دریو کلونو لپاره خدمت کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۱۵
Background image

توزیع کمک های مواد غذایی برای (۴۵۰) تن ایتام مستحق در وزارت امور شهداء و معلولین

وزارت امور شهداء و معلولین به منظور حمایت از خانواده‌های شهداء، رسیدگی درست به نیازهای روزمره آنان و فراهم‌سازی زمینه زندگی بهتر برای قشرهای آسیب‌پذیر جامعه، با همکاری مؤسسه بین المللی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

رئیس عمومی مالی و اداری وزارت امور شهداء و معلولین با رئیس عواید شاروالی ملاقات کرد

محترم مولوی کلیم‌الله افغان رئیس عمومی مالی و اداری وزارت امور شهداء و معلولین، با محترم مفتی شرافت رئیس عواید شاروالی ملاقات نمود که در جریان این دیدار، محترم مولوی محمد امین درویش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۶
Background image

امضای تفاهمنامهٔ همکاری میان وزارت امور شهداء و معلولین و مؤسسه بین‌المللی (HHRD)

وزارت امور شهداء و معلولین، به‌ منظور حمایت و رسیدگی به نیازمندی های خانوادهای شهداء و افراد دارای معلولیت، تفاهمنامهٔ همکاری را با مؤسسه خیریه (HHRD) به ارزش مجموعی بیش از یک میلیون و. . .

BACK TO NEWS